ګوتېريش: طالبان بايد له نړيوالو معيارونو سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېريش

د ملګروملتونو سرمنشي وايي، افغانستان باید له نړیوالو معیارونو او نورمونو سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

انتونیو ګوتېريش د افغانستان د وضعیت او نړیوالې سولې او امنیت ته د هغه د پېچلتیاو په اړه په یوه راپور کې چې پرون د ډسمبر ۱۶مه خپور شو دا خبره کړې.

نوموړي د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته د کتنې په برخه کې ویلي چې، افغانستان باید د تبعیض، بې‌عدالتۍ، نابرابرۍ او له جزا د معافیت په برخو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې نجونو ته په ټولو سطحو کې د تعلیم اجازه ورکړي او ښځو ته له محرم پرته له کوره د وتلو او د حجاب په برخه کې پر لارښوونو بیا غور وکړي.