پوتين د روسيې له پوځي قوماندانانو سره د اوکراين پر جګړه خبرې کړي

له پوځي جنرالانو سره د پوتين ليدنه

ولسمشر ولادمیر پوتین د روسیې له پوځي قوماندانانو سره کتلي او د اوکراین د جګړې پر روان وضعیت یې خبرې ورسره کړي.

کریملین نن د دې لیدنې خبر ورکړ.

کريملين په یوه بیان کې یې وویل چې، ښاغلي پوتین، دفاع وزیر سیرګي شویګو، د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز والیري ګیراسیموف او په اوکراین کې د روسيې د پوځي عملیاتو قوماندان جنرال سیرګي سورو ویکین پرون ټوله ورځ د جنرالانو راپورونه اورېدل.

په همدې ورځ روسي ځواکونو د اوکراین پر ملکي تاسیساتو، په خاص ډول د انرژۍ پر مرکزونو لسګونه میزایلونه وتوغول.