د پيسو نړيوال صندوق مصر ته درې ميليارده ډالره پور ورکوي

د پيسو نړيوال صندوق ودانۍ، انځور - ارشيف

د پیسو نړیوال صندوق IMF د مصر د ملاتړ لپاره دې هېواد ته د څلورو کلونو په مخه درې میلیار ډالرو پور تایید کړ.

دا موافقه پرون ناوخته وروسته له هغه اعلان شوه چې د مصر مرکزي بانک د بانکي سود د دوه سلنه لوړولو په ګډون د یو لړ مهمو اصلاحاتو خبر ورکړ.

د مصر اقتصاد د کووید ۱۹ د وبا له خپرېدو وروسته سخت زیانمن شو او په دې هېواد کې د لومړنیو اړتیاوو بیې لوړې شوې دي.

مصر د نړۍ د غنمو لومړی لوی واردوونکی هېواد دی چې تر ډېره له روسیې د غنمو پر وارداتو اتکا لري.

IMF ویلي دي چې تمه ده دا پور به د نورو اړخونو له خوا مصر ته د شاوخوا ۱۴ میلیارد ډالرو پور د ورکولو امکان هم برابر کړي.