د افغانستان په سوېل ختيځو سيمو کې تېره شپه زلزله شوې

انځور - ارشيف

د ریښتر په مقیاس ۴،۳ درجې زلزلې تېره شپه د افغانستان د جنوب ختیځ سیمې ولړزولې.

د پاکستان د میتیورولوژۍ ادارې ویلي چې، د دې زلزلې ټکانونه د پلازمېنې کابل په یو شمېر سیمو کې احساس شوي دي.

ویل شوې چې د دې زلزلې مرکز د ځمکې په ۱۲۰ کیلومتره ژور تل کې و.

د دې زلزلې د تلفاتو په اړه تر اوسه جزییات نه‌شته.

افغانستان د زلزلو په سیمه کې پروت هېواد دی، په تېره جون میاشت کې په پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې ۵،۹ درجې زلزلې له زرو زیات کسان ووژل او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړل.