ملګرو ملتونو کې يو ځل بيا طالب استازي ته د افغانستان څوکۍ ور نه‌کړل شوه

د ملګرو ملتونو غونډه، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې د جمعې په ورځ طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د ورسپارلو پرېکړه د دوهم ځل لپاره وځنډول شوه.

د ملګرو ملتو یو سل او درې نوي غړیو د دې سازمان د اعتبار د کمېټې پرېکړه له رایي ورکولو پرته تصویب کړه.

په دې نهه کسیزه کمېټه کې روسیه، چین او د امریکا متحد ایالتونه شامل دي.

د پرونۍ پرېکړې له‌مخې به په ملګرو ملتو کې د افغانستان د تېر نظام استازی نصیر احمد فایق په خپل ځای پاتې شي.