امريکا د خپلو هوايي ډګرونو له لارې سږ کال تر شپږ زره د ډېرو وسلو د قاچاق مخنيوي خبر ورکړ

د امريکا يو شمېر پوځي تجهيزات، انځور - ارشيف

د امریکا د متحد ایالتونو چارواکي وایي، سږ کال یې د خپلو هوایي ډګرونو له لارې تر شپږ زره د ډېرو وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.

د جرمني د (دی پي اې) اژانس د راپور له‌مخې چې پرون خپور شو د دې وسلو تر اته اتیا فیصده زیاتو مرمۍ هم لرلې چې سورلیو په بکسونو کې د الوتکو له لارې لېږدولې.

د راپور له‌مخې پروسږ کال د متحد ایالتونو په هوایي ډګرو نو کې تر شپږ زره لږې وسلې مصادره شوې وې.