نن د فوټبال په نړیوال جام کې د درېیم مقام ګټلو په خاطر سيالي ترسره کېږي

قطر کې د فوټبال نړيوال جام

ټاکل شوې ده چې د قطر په خلیفه لوبغالي کې د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې مراکش او کروېشیا سره سيالي وکړي.

مراکش په نیمه پایلوبه کې له فرانسې او کروېشیا بیا له ارجنټاین خپلې لوبې وبایللې.

د نننۍ لوبې ګټونکې لوبډله به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام ترلاسه کړي.

تر نننۍ لوبې وروسته به دواړه لوبډلې له دې نړیوال جام سره خدای پاماني وکړي.

ټاکل شوې ده چې سبا(یکشنبه) به پایلوبه د ارجنټاین او فرانسې ترمنځ ترسره شي.