ايران کې د حکومت ضد لاريونونو څلورمه مياشت پيل شوه

ايران کې لاريونونه

په ایران کې د حکومت پر ضد د خلکو د اعتراضونو څلورمه میاشت پیل شوه.

پرون د ډسمبر په شپاړسمه د دې اعتراضونو د درېیو میاشتو له بشپړېدو سره سم د ایران د سیستان- بلوچستان ایالت سلګونه خلک لارو واټونو ته راووتل او مړ دې وي ډیکتاتور شعارونه یې ورکړل.

په دې ایالت کې ډېری معترضان سنیان دي چې وايي، د ایران مشرتابه له دوی سره تبعیضي چلند کوي.

په ایران کې د خلکو پراخ اعتراضونه د سپتمبر په شپاړسمه هغه مهال پیل شول چې چارواکو ۲۲ کلنه پېغله مهسا امیني د پوره حجاب د نه مراعتولو په پلمه ونیوله او هغې وروسته په توقیف کې سا ورکړه.

د ایران د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی لس ورځې مخکې په یو راپور کې وویل چې لږ تر لږه ۴۵۸ کسان په دې هېواد کې د اعتراضونو د ځپلو پر مهال وژل شوي دي.