فوزيې کوفي د اسپانيا د وکيلانو شورا له‌خوا جايزه ترلاسه کړې

فوزیه کوفي

د افغانستان د لیرې کړل شوي دولت د سولې د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي د اسپانیا د وکیلانو د شورا له خوا د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وايي، نړۍ د افغان ښځو اواز باید د جایزو په ورکولو سره غلی نه کړي.

مېرمن کوفي بیګا ازادي راډیو ته وویل چې دا جایزه د افغان ښځو لپاره ده، ځکه د دې په وینا افغانانې په ډېرو سختو شرایطو کې مبارزه کوي.

نوموړې وويل: "زه دا جایزه د هغو ښځو په استازیتوب چې نن په یو سرخلاصي زندان کې اوسي او د هغوی لپاره ترلاسه کوم، د هغو لپاره چې په میاشتو میاشتو یې د خپل حق لپاره مبارزه وکړه یا په زندانونو کې دي."

فوزیې کوفي همداراز وویل چې د اسپانیا د وکیلانو د شورا له‌خوا دې ته د جایزې ورکول د افغانستان د ناوړه وضعیت ښکارندويي کوي.