يونان کې څلور ترکي وګړي د انسانانو د قاچاق په تور نيول شوي

يونان کې افغان پناه غوښتونکي، انځور - ارشيف

په یونان کې څلور ترکي وګړي وروسته له هغه د انسانانو د قاچاق په تور ونیول شول چې د افغانانو په ګډون د نژدې سلو کډوالو یوه کشتۍ پلازمېنې آتن ته د یوه نژدې ټاپو په سواحلو کې وموندل شوه.

اسوشیتید پریس خبري آژانس پرون د یونان د ساحلي ګارډ په حواله راپور ورکړ چې، د مسافرو په ډله کې ۲۲ مېرمنې او ۳۹ ماشومان هم شامل دي.

په دې ډله کې چې د راپور له‌مخې وروسته بیا چارواکو د یونان اصلي خاورې ته ولېږدول پر افغانانو سربېره د مصر، سوریې، سومالیا، اسراییل او عراق وګړي هم وو.

راپور زیاتوي چې یاده کشتۍ له ترکیې څخه ایټالیا ته روانه وه.

د افغانستان په ګډون له جګړه ځپلو هېوادونو څخه زرګونه وګړي د ښه ژوند په هدف په کشتیو کې له مدیترانې سمندرګي څخه تېرېږي او غواړي لوېدیځ ته ولاړ شي خو ډېری دا کډوال یا په لارو کې اوبو ډوب کړي او یا په نورو دلایلو تر هدفه نه دي رسېدلي.