اوچا: افغانستان د اقليمي بدلون له امله تر ټولو ډېر زيانمن شوی هېواد دی

کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل تازه راپور کې ویلي چې، افغانستان د نړۍ د هغو شپږو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي او د طبیعي پېښو له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی دی.

د ننګرهار ولایت د خوږیانیو ولسوالۍ اوسېدونکی هجرت الله چې کور يې د سېلابونو له امله ویجاړ شوی او اوس په خیمه کې ژوند کې ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه یې هیڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې.

"له یوې خوا ژمی او له بلې خوا بې‌وزلي، خاوند مې هم اوزګار دی، زما خاوند کراچۍ لري خو کار یې نه کېږي

هغه وايي، د خېمې لاندې ژوند کول په دې سړه هوا کې ورته سخت دي.

نوموړی وايي: "له یوې خوا ژمی او له بلې خوا بې‌وزلي، خاوند مې هم اوزګار دی، زما خاوند کراچۍ لري خو کار یې نه کېږي، داسې ورځې هم کېده چې سل او یا هم یو نیم سل افغانۍ کار به یې کولو، خو داسې ورځې هم راغلې چې خالي لاس به کور ته راته، شپې به وږي ویده کېدلو، زما د مور کورنۍ هم ده هغوی هم له سختو ستونزو سره مخ دي."

د روان کال سېلابونو د شګوفې ژوند هم له سختو ګړانو سره مخ کړی.

نوموړې چې د پروان ولایت ده ازادي راډیو ته وویل: "د روان کال سېلابونو موږ ته زیات زیان ورساوه، زموږ کور ویجاړ شو، زموږ د کور ټول وسایل د خېمې لاندې دي، تر اوسه له موږ سره مرسته نه‌ده شوې، موږ د مرستې غوښتنه کو."

لغمان کې سږ کال د سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل تازه راپور کې ویلي چې، افغانستان د نړۍ د هغو شپږو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دی او د طبیعي پېښو له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی دی.

اوچا ویلي، په افغانستان کې د طبيعي پېښو پر زيانونو سربېره اقتصادي پړسوپ (انفلاسیون) هم په بازارونو کې د اومه موادو د بيې د لوړېدو لامل شوى او دغه کار د دې ښکارندوي کوي چې د خوراکي توکو بيه له ٦٥ سلنې څخه ٧٣ سلنې ته لوړه شي.

دغې ادارې همدا راز زیاته کړې چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۰ یې د وچکالۍ او اوبو له کمښت سره مخ دي.

په دې اړه نور: اقليمي بدلون؛ افغانستان کې ۷۰سلنه ماشومان له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا( OCHA) زیاته کړې چې د افغانستان دوه پر درېیمه برخه نفوس به تر ۲۰۲۳ کال پورې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د دې ادارې د راپور له‌مخې، په راتلونکي کال کې به د افغانستان ۲۸،۳ میلیونه خلک بشري او محافظتي مرستو ته اړتیا ولري چې سږ کال ۲۴ میلیونه دي او تېر کال ۱۸،۴ میلیونه و.

د دغې ادارې په وینا، د خوړو خوندیتوب او خوار ځواکي په بد حالت کې ده او د وړاندوینې له‌مخې به د روان کال په راتلونکي فصل کې ۲۰ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له بحران سره مخ شي او ۶ میلیونه کسان به سمدستي خوراکي مرستو ته اړتیا ولري.