ایران کې ۱۱ کسان د مرګ په سزا محکوم شوي دي

د ایران حکومت د لاریونوالو د ځپلو په موخه د اعدامونو لړۍ راپیل کړې ده.

په ایران کې دا مهال لږ تر لږه ۱۱ کسان د مرګ په سزا محکوم شوي او ۲۴ نور کسان له داسې تورونو سره مخامخ دي، چې د مرګ په سزا محکومېدای شي.

دې مسئلې داسې اندېښنې ولاړې کړي، چې په ایران کې په وروستیو اعتراضونو کې د ګډون له کبله د دوو ځوانانو تر اعدام وروسته ښايي نور کسان هم اعدام شي.

په ایران کې د بشري حقونو د مرکز اجرایه مدیر هادي قایمي ویلي: د تعزیراتو کمېټې د محاکمو په څېر عمل کوي او په اعتراض کوونکو کې د وېرې خپرولو لپاره خلکو ته د مرګ د سزا ګواښونه کوي.