پاکستاني چارواکي: طالبانو سره مو د خپلو ډيپلوماټانو د امنیت په اړه خبرې کړي

کابل کې د پاکستان سفارت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې یې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د خپلو ډيپلوماټانو د امنیت په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی.

د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې پرون په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې «وضعیت له نږدې څاري» او د خپلو «ډېپلوماټانو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو د خوندیتوب او امنیت باوري کولو هڅه» کوي.

نوموړې وویل چې د کابل لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني لا هم په پاکستان کې دی او د سلا مشورو بهیر تر بشپړېدو پورې به همالته وي.

نوموړې دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې نظاماني د ډسمبر پر دویمه په کابل کې د سفارت د ودانۍ په انګړ کې له یوه وسله وال بریده روغ ووت خو ساتونکی یې ژوبل شو.

د طالبانو حکومت وايي، وسله والو پر نوموړي له یوې بلې ودانۍ څخه ډزې کړې وې.