ټېسټ کرېکټ؛ هندوستان ـ بنګله دېش ته د ۵۱۳ منډو هدف ورکړ

ټيسټ کرکټ؛ هندوستان ـ بنګله دیش ته د ۵۱۳ منډو هدف ورکړ

د هندوستان او کوربه بنګله دېش ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د هند توپ وهونکي ډېر برلاسي دي او کوربه لوبډلې ته یې د ۵۱۳ منډو ستر هدف وټاکه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۰۴ او په دویمه پاڼۍ کې بیا یوازې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۸ منډې جوړې کړې.

په دویمه پاڼۍ کې د هندۍ لوبډلې لپاره شبمن ګیل او چتیشور پوجارا سلیزې جوړې کړې.

بنګله دېش بیا په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۵۰ منډې کړې وې او اوس یې د لوبې په درېيمه ورځ خپله دویمه پاڼۍ پیل کړې ده.

د هند لپاره په توپ اچونه کې کولدیپ یادف په لومړۍ پاڼۍ کې ۵ ويکټې ترلاسه کړې وې.