ډاکټران: ماشومان د معتادو ميندو او پلرونو د نشو اصلي قربانيان دي

غور کې يوه معتاده کورنۍ، انځور - ارشيف

هغه معتادین چې پخوا به يې له کوره دباندې نشې کولې، اوس د هوا په سړېدو سره اړ شوي چې په کور کې پاته شي او د کورنۍ د غړو په مخ کې نشې وکړي.

دا وضعیت د دې سبب کېږي چې د کور روغ غړي، په تېره بیا ماشومان تر پخوا ډېر د اعتیاد له خطر سره مخ شي.

شریف یو له هغو ماشومانو څخه دی چې د خپلې کورنۍ د معتادو غړو له نشو څخه ځورېږي.

نوموړی وايي: "زما مور او پلار پوډريان دي، موږ به په څنګ کې ورسره ناست و، پلار به مو سبا يا ماښام وخت کور ته راته، کله چې به دوی زکام و او یا به يې نشې کولې موږ به هم ورته ناست و. ما مې مور ته ويل چې راځه روغتون ته ولاړ شو هلته به روغه شې، دا روغتون ته راسره راغله ښه شوه، خو کله چې رخصت شوه بيرته په نشو اخته شوه."

ملګرو ملتونو له څو کلونو راهيسې د امريکا متحده ایالتونو په همکارۍ د معتادینو د درملنې په ځينو مرکزونو کې د (کورني مهارت) په نوم پروګرام عملي کاوه.

يوه معتاده ښځه، انځور - ارشيف

د دې پروګرام له‌مخې به د کورنۍ لویو غړو ته لارښوونه کېدله چې څنګه خپل ماشومان له نشه يي موادو څخه ليرې وساتي، دغه ډول به ماشومانو ته هم زده کړه ورکول کېدل چې څنګه خپل ځانونه له اعتیاد څخه خوندي کړي.

د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې د يوه مرکز ډاکټره مرسل احمدي وايي چې، له اعتیاد څخه د ماشومانو ساتنه اصلا د کورنۍ د مشر او کورنۍ د لویو غړو مسؤلیت دی.

نوموړې وايي: "مور او پلار ته دا ورښودل کېږي چې نشه يي مواد او له نشه يي موادو څخه د کار اخيستلو وسايل هيڅ وخت د ماشومانو په واک کې ور نه کړي، ماشومان دې د نشه يي موادو د رانيولو او خرڅولو ځای ته نه بېول کېږي، باید مور او پلار ماشومان د نشه يي موادو د رانيولو لپاره و نه لېږي او ماشومان له خطر سره مخ نه کړي."

غور که دوه معتاد ماشومان، انځور - ارشيف

د معتادینو د درملې متخصص ډاکټر شفيق الله شريفي وايي، تر څو چې په کورنۍ کې د اعتیاد ټول عوامل له منځه نه وي وړل شوي، ماشومان د اعتیاد له خطر څخه خوندي نه شي پاته کېدای.

بله مهمه خبره دا ده هغه څوک چې د ماشومانو په روغتيايي مرکزونو کې کار کوي


نوموړی وايي: "که چېرې په يوې کورنۍ کې مور، پلار او خويندې معتادې وي، موږ باید پر يوه وخت پلار يې د نارينه وو په مرکز کې، مور يې د مېرمنو په مرکز کې او ماشوم د ماشومانو د درملنې په مرکز کې بستري کړو، يانې باید پر يوه وخت د دې کورنۍ درملنه وشي، ماشوم ته چې کوم خدمات وړاندې کوو باید د لوبې په شکل اوسي. بله مهمه خبره دا ده هغه څوک چې د ماشومانو په روغتيايي مرکزونو کې کار کوي، باید هغوی د ماشومانو اړوند تربيتي پروګرامونو کې برخه اخيستې وي."

د ماشومانو د معتاد کېدو د خطر په اړه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې، د روان شمسي کال د مېزان په مياشت کې ملګرو ملتونو يو راپور خپور کړ، د دې راپور پر بنسټ، د طالبانو د حکومت له خوا په ځينو دولتي ادارو کې ښځې له رسمي کارونو څخه منع کول د دې سبب شوي چې، ډېری ښځې د نشه يي موادو کاروبار ته مخه کړي او دې وضعیت د هغوی ماشومان تر پخوا ډېر د اعتیاد له خطر سره مخ کړي دي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټران: ماشومان د معتادو ميندو او پلرونو د نشو اصلي قربانيان دي