ايس‌جی شنکر: هيله ده افغانستان د ترهګرۍ د هډې په توګه ونه کارول شي

د هند د بهرنيو چارو وزير ایس جی شنکر

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د نړیوالې ټولنې د اندېښنو په دوام، د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستانه نورو هېوادونو ته د تروریزم په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنه لا پر ځای پاتې ده.

یوه مهمه تمه چې شته هغه دا ده چې افغانستان به یو ځل بیا د نورو هېوادونو پر وړاندې د ترهګرۍ د تم‌ځای په توګه و نه کارول شي.

ایس جی شنکر پرون په نیویارک د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا کې د خبریالانو یوې غونډې ته، له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ د ورپېښ ګواښ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک له لارې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنه څرګنده کړه. زه فکر کوم چې په دې اړه د نړیوالې ټولنه لید لوری لا هم په همدې ډول پاتې دی. یوه مهمه تمه چې شته هغه دا ده چې افغانستان به یو ځل بیا د نورو هېوادونو پر وړاندې د ترهګرۍ د تم‌ځای په توګه و نه کارول شي. موږ تمه لرو هر هغه څوک چې اوس‌مهال په افغانستان کې واکمن دي، دې ژمني ته درناوی وکړي."

د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شوار ښه پوهېږي چې تروریزم د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو شته ګواښ دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو له‌خوا په وار وار له افغانستانه دوی ته د ور پېښ ترهګریز ګواښ په اړه اندېښنه ښودل شوې.

کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن‌الظواهري تر وژل کېدو وروسته طالب چارواکو د بريد ساحه کلا بنده کړې.

خو دې اندېښنو ته د طالبانو ځواب پخوانی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد: "موږ ډاډ ورکوو چې افغانستان د چا لپاره داسې ځاله نه‌شي جوړېدای چې د خلکو لپاره تهدید وګرځي. په دې برخه کې زموږ مبارزه روانه ده، د داعشیانو پر وړاندې زموږ هڅې د همدې پروګرام برخه ده چې نه پرېږدو دلته څوک داسې ځاله‌ګۍ جوړه کړي چې یا ځان تکیه کړي چې هغه بیا د سیمې او افغانستان ثبات خراب کړي."

خو د طالبانو له دې تکراري ژمنې سره سره، بیا هم د القاعده مشر ایمن‌الظواهري کابل کې ووژل شو.

په دې اړه نور: افغانستان کې د ترهګرۍ له ګواښ د امریکا اندېښنه څه ده؟

شاید له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل او ښکېلتیا په برخه کې د محتاطانه عمل یو دلیل همدا وي چې طالبانو لا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو بشپړ باور نه‌دی خپل کړی.

په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په اړه د طالبانو خورا نږدې ملګرو هم نیوکې کړي او ښکاره بېلګه یې پاکستان دی.

تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پرون د ملګرو ملتونو سازمان کې د خبریالانو یوې غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې له ترهګرۍ د مبارزې او د افغانانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې له نړیوالې ټولنې او افغانانو سره خپلې کړې ژمني عملي کړي.

خو بلاول بوټو له طالبانو سره د پاکستان د اړیکو په دوام هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو دوی نه‌شي کولای، دا هېواد له پامه وغورځوي.

په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په اړه له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، امریکا، بریټانیا او تر ټولو ډېر د افغانستان نږدې ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو لکه، روسیې، ایران، تاجیکستان او نورو هم اندېښنه ښودلې.