جرمني ته د کډه شويو اوکراينيانو په اړه د يوې سروې نتايج خپاره شول

جرمني کې اوکرايني کډوال، انځور - ارشيف

د هغو اوکراینیانو په اړه د یوې نوې سروې نتایج په برلین کې خپاره شول، چې له خپل هېواد څخه جرمني ته کډه شوي دي.

د سروې له‌مخې له څه باندې ۱۱زره پوښتل شویو اوکراینیانو څخه یوازې ۲۶ فیصدو یې ویلي غواړي د تل لپاره په جرمني کې پاتې شي، ۱۱فیصده نورو ویلي چې غواړي د یو څو کلونو لپاره په جرمني کې ژوند وکړي.

د دې سروې ۳۴ فیصده برخه‌والو ویلي، چې په اوکراین کې تر جګړې وروسته غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، ۲۷ فیصده نورو ویلي چې لا یې په دې باب کومه پرېکړه نه ده کړې.

یوازې ۲ فیصدو ویلي، چې په پام کې لري د یوه کال په موده کې اوکراین ته ستانه شي.

دغه سروې د کارموندنې د څېړنیز مرکز (IAB) او د کډوالو او پناه غوښتونکو فډرال ادارې (BAMF) تحقیقاتي مرکز او څو نورو بنسټونو ترسره کړې ده.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شو، چې تر اوسه روان دی، د دې یرغل له کبله په لسګونو زره کسان وژل شوي او په ملیونونو نور کډوال شوي دي.