۹ مياشتو کې له ايران او پاکستان نږدې اوه لکه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، چې د نهو میاشتو پر مهال له ایران او پاکستانه نږدې ۷ لکه ۲۸زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغې ادارې پرون پنج شنبه په یوه ټویټ کې ویلي، چې له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې شپږلکه ۶۱زره او ۶۰۰ افغان له ایران او ۶۶زره او ۳۰۰ نور له پاکستانه راستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې، چې د سرحدي سیمو په کمپونو کې د هغو بشري چارو ملاتړ کوي، چې افغانستان ته د ستنېدونکو کورنیو روغتیايي او د رواني- ټولنیز ملاتړ خدمات وړاندې شي.

دغې ادارې نه‌دي ویلي، چې دغه شمېر افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي که په زور اخراج شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له‌مخې، په دغو دوو ګاونډیو هېوادونو کې څه باندې ۶ ملیونه افغان وګړي ژوند کوي.