حسن کاظمي قمي: ايران کې د بهرنۍ پانګونې نيمايي يې د افغانانو له‌خوا شوې

مشهد کې د رضا په نوم هغه مشهور بازار چې تر ډېره افغانان په‌کې کاروبار کوي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی وايي، روان میلادي کال په ایران کې د بهرنۍ پانګونې نیمايي یې د افغان پانګوالو له‌خوا شوې ده.

حسن کاظمي قُمي پرون پنج شنبه د ایرنا خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې ویلي، ایران چې د بهرنۍ پانګونې په جلب کې له ستونزو سره مخامخ دی، باید د افغان پانګوالو له لوړ ظرفیت څخه په بهترین شکل استفاده وکړي.

د ایرنا د راپور له‌مخې د افغان وګړو ۱۶۰۰ شرکتونو په مشهد ښار کې د اقتصادي فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.

په خراسان رضوي ولایت کې چې مشهد یې مرکز دی، د افغان شرکتونو او سوداګرو د پانګې اندازه یو ملیارد ډالره ښوول شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته په سلګونو افغان پانګه‌والو په نورو هېوادونو کې پانګونې وکړې او هلته یې خپل فعالیتونه پیل کړي.

د دوی عمده ستونزه د بانکدارۍ له نظام سره ده، چې اوس یې فعالیتونه په افغانستان کې په عادي ډول مخ ته روان نه دي.