له طالبانو د ناروې د کډوالو شورا غوښتنه: له موقتي کمپونو داخلي بې‌ځايه شوي مه باسئ‌

پروان کې د داخلي بې‌ځايه شويو يو کمپ

د ناروې د کډوالو شورا د هغه څه په باب اندېښنه وښوده چې د بادغیس له یوه کمپ څخه د داخلي بې‌ځایه شویو اجباري اخراج بلل شوی دی.

په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا رئیس، نېل ټرنر (Nail Turner) تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، چې طالبانو په قلعه نو کې له دې کمپ څخه نږدې ۲۰زره کسان په زوره ایستلي دي.

موږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې دا کار د افغانستان په نورو برخو کې نه ترسره کېږي

نوموړي وويل: "له دغو بې‌ځایه شویو د دوی [د طالبانو د چارواکو] تمه دا ده، چې په دغه ولایت کې خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي، خو دوی د دې کار لپاره هېڅ ډول وسایل نه‌لري. د دوی اکثریت اوس له خپلو ګاونډیانو سره ژوند کوي، یا یې په قلعه نو کې دننه یا هم اطرافو کې خېمې درولې دي. موږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې دا کار د افغانستان په نورو برخو کې نه ترسره کېږي، ځکه وضعیت ډېر خراب دی او خلک په خپله خوښه نه، بلکې له مجبورۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه کېږي."

د ناروې د کډوالو شورا پرون په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې له موقتي کمپونو د داخلي بې‌ځایه شویو د نور اخراج مخه تر هغو ونیسي، چې د دوی د دایمي استوګنې لپاره بدیلې لارې چارې موندل شوي نه‌وي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیت تېر ماښام په ټویټر کې ولیکل، چې د ناروې د کډوالو شورا د دې غوښتنې ملاتړ کوي.

ریچارد بېنيت

د طالبانو چارواکو د بادغیس له یوه کمپ څخه د کورنیو بې‌ځایه شویو د اخراج په باب رسماً تبصره نه‌ده کړې.

د ناروې د کډوالو شورا رئیس ازادي راډیو ته ویلي، په هغو سیمو کې چې دغه بې‌ځایه شوي کسان ژوند کوي، د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه‌شته.

د هغه په خبره چارواکي دنده لري چې بې‌ځایه شوي خپلو مېنو ته په مناسب ډول ستانه کړي.

په دې اړه نور: د خوړو نړیوال پروګرام: روان ژمی به اړمنو افغانانو لپاره سخت وي

د ناروې د کډوالو شورا په اعلامیه کې د نیل ټرنر په وینا ویل شوي، چې د بادغیس له دې کمپ څخه د بې‌ځایه شویو ډېر اخراج شوي کسان نه د خپلو ماشومانو مړولو ته خواړه او نه هم د ځانونو تودولو لپاره نور وسایل لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د شمېرو له‌مخې دا مهال په افغانستان کې د داخلي بې‌ځایه شویو کسانو شمېر درې نیم ملیونو ته رسېږي.

جګړې، طبیعي پېښې، وچکالي او نورې ستونزې په افغانستان کې له خپلو اصلي مېنو د خلکو د کډې کولو له اصلي عواملو ګڼل کېږي.