د پاکستان کرکټ لیګ سيالیو لپاره د لوبغاړو د پېرلو مراسم پيل شول

د پاکستان په غوره لیګ سياليو کې ګڼ افغان لوبغاړي هم لوبېدلي دي او د اتم پړاو لپاره راشدخان لا له وړاندې لاهور قلندر لوبډلې په پلاټينیم کټګورۍ کې له ځان سره ساتلی دی.

د پاکستان غوره لیګ د اتم پړاو سيالیو د پيرلو مراسم پيل شول.

نن پنجشنبه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پي اېس ایل سياليو د اتم پړاو لپاره د لوبغاړو د پېرلو مراسم پیل شوي دي.

په دې مراسمو کې به شپږ لوبډلې په څو کټګوريو کې لوبغاړي پېري چې تر ټولو لوړه کټګوري یې پلاټينیم او ټیټه یې سیلور نومول شوې ده.

د پاکستان په غوره لیګ سياليو کې ګڼ افغان لوبغاړي هم لوبېدلي دي او د اتم پړاو لپاره راشدخان لا له وړاندې لاهور قلندر لوبډلې په پلاټينیم کټګورۍ کې له ځان سره ساتلی دی او نوین الحق په سیلور کټګورۍ کې کوټې لوبډلې اخستی دی.

د پي ایس ایل د اتم پړاو په وروستي ډرافټ لېست کې د ډېر شمېر نورو افغان لوبغاړو نومونه هم ځای شوي دي.

د یادونې ده چې د پاکستان سوپر لیګ اتم پړاو سيالۍ به په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې ترسره شي او د تېر پړاو اتلولي یې لاهور قلندر ګټلې وه.