پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د پور موافقه لاسلیک کړه

په پاکستان کې د سېلابونو یو انځور

پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره له اسیایي پرمختیایي بانک سره د ۴۷۵ میلیون ډالرو پور یوه موافقه لاسلیک کړه.

د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر ایاز صادق نن دا اعلان وکړ او ویې ویل چې په دې سره په کال کې د هغو پیسو اندازه چې له دې ادارې یې ترلاسه کوي، ۲.۷ میلیارد ډالرو ته ورسېده.

روان کال په پاکستان کې د موسمي بارانونو په نتیجه کې راوتلو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه واړول.

د دغو سېلابونو له امله نږدې ۱۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.