تاجکستان یو وار بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

په افغانستان کې یو وار بیا د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان اسلام‌اباد ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره له لیدنې وروسته په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې باید داسې حکومت رامنځته شي چې ټولو قومونو او لورو ته د منلو وړ وي.

نوموړي وویل هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو غوښتونکی دی او په دې برخه کې له پاکستان سره په ګډه کار کوي.

نوموړي ويلي: "په ځورېدلي افعانستان کې تر ټولو ډېر د سولې او ثبات د رامنځته کېدو او په دې هېواد کې د ملي رضایت سره لېوالتیا لرو، په دې برخه کې په افغانستان کې د سیاسي او قومي اړخونو په ګډون د یو ټولګډونه حکومت په رامنځته کېدو ټینګار وشو په نړیواله او سیمه‌ییزه کچه مو هم د رغنده هڅو ملاتړ وکړ."

دا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو لومړنۍ غوښتنه نه‌ده.

له دې وړاندې هم د نړۍ ګڼو مشرانو له طالبانو غوښتي ترڅو په افغانستان کې داسې یو حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان په‌کې ځان وویني.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دې خبري غونډه کې د افغانستان په اړه هیڅ یادونه ونه کړه، او ټولې خبرې یې د پاکستان او تاجکستان پر اړیکو او بېلابېلو موضوعاتو څرخېدې.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت تازه غبرګون ولرو، خو ویاندویانو يې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت تازه غبرګون ولرو، خو ویاندویانو يې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو تر دې وړاندې يې خپل حکومت ټولګډونه بللی او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې د ټولګډونه حکومت په نوم صحنې ته د پخوانیو چارواکو راوستل امکان نه‌لري.

په طالبانو تور دی چې واک‌يې انحصار کړی او حکومت تر ډېره د هغه کسانو په لاس کې دی چې د دغه ډلې غړیتوب لري او د امریکا او تېر جمهوري حکومت پر ضد يې جګړه کې فعاله ونډه اخیستې.

په دې اړه نور: کابلوف: د مسکو غونډې ته طالبان ځکه نه و بلل شوي چې حکومت يې ټول‌ګډونه نه‌دی

دغه‌شان يې د کابینې غړي نارینه او نږدې ټول د دوی په وینا دیني عالمان دي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ ۱۶ میاشتې پوره کېږي، خو حکومت‌یې د نړۍ د هيڅ دولت له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

د ټولګډونه حکومت د جوړېدو ترڅنګ بشري حقونو ته درناوی، مېرمنو ته د کاري زمینو برابرول او دغه شان د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د دروازو خلاصول د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو شرطونه دي، خو طالبانو نه‌یوازې د نړیوالو د تعریف سره سم ټولګډونه حکومت نه‌دی جوړ کړی، بلکې مېرمنو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو او له شرعي محرم پرته د سفر اجازه هم نه‌ورکوي.

دغه‌شان يې تفریحي پارکونو او حمامونو ته د ښځو په ورتګ هم بندیز لګولی دی.