طالبانو بهرنيو سېلانيانو ته يو شمېر ولايتونو کې د مارغانو د ښکار اجازه ورکړې

بدخشان کې يو شمېر ښکار شوي مارغان، انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت بهرنیو سېلانیانو ته د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو مارغانو د ښکار اجازه ورکړې.

باختر خبري اژانس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې دې وزارت د ۴۲ میلیون ډالرو په ارزښت د دې مارغانو د قانوني ښکار په اړه له بهرنیو سېلانیانو سره یو تړون لاسلیک کړی.

سرچینې ویلي چې د یو شمېر هېوادونو سېلانیان د هرات، فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو په سیمو کې د هوبړه ډوله مارغانو د ښکار مینه‌وال دي.

د باختر په راپور کې د دې هېوادونو نوم نه‌دی یاد شوی.

خبر زیاتوي چې د تړون له‌مخې به سېلانیان مکلف وي چې د کال په ځانګړو موسمونو کې، د مسافرو مارغانو ښکار د کرنې وزارت او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د قوانینو او مقرراتو، د ځانګړو شرایطو په اساس کوي.

خو روښانه نه‌ده چې دا قوانین او مقررات به کوم وي ځکه طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته ټول پخواني قوانین ملغی اعلان کړي او ویلي یې دي چې په هېواد کې شرعي قوانین پلي کوي.