ملګرو ملتونو د نړۍ له محرومو ښځو لپاره د ۱،۲ مليارده ډالره بسپنې غوښتنه کړې

يو شمېر افغان مېرمنې، انځور - ارشيف

ملګروملتونو د افغان مېرمنو په ګډون د نړۍ له محرومو ښځو سره د مرستې لپاره پرون د ۱،۲ میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه وکړه.

د ملګروملتو اړوند د وګړو صندوق چې په ټوله نړۍ کې د زېږون پرمهال د ښځو د روغتیا لپاره هڅه کوي، دا بسپنه د را روان کال په ترڅ کې د دې هدف لپاره غوښتې ده.

نوموړی صندوق غواړي د نړۍ د ۶۵ هېوادونو ښځو ته چې په دې ډله کې د افغانستان، سوریې او یمن په ګډون جګړه ځپلي هېوادونه هم شامل دي دا مرستې ورسوي.