ايران کې د لاريونوالو د اعدام په اړه يو ځل بيا اندېښنه وښودل شوه

ايران کې يو شمېر اعتراض کوونکي

د ایران په اوین زندان کې یو شمېر سیاسي ښځینه زندانیانو د یوه لیک په ترڅ کې خپله اندېښنه د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې د نیول شویو کسانو د اعدام د حکم په اړه څرګنده کړې ده.

دا ښځې چې شمېر یې اتلسو ته رسیږي په دې لیک کې له خلکو غوښتې دي چې دوی هم د اعدامونو او د اعتراض کوونکو د نیولو په تړاو خپل مخالفت وښیي.

دې ښځو د محسن شکاري اعدام ښکاره جنایت بللی دی.

درویشت کلن محسن شکاري د امنیتي ځواکونو د یوه تن د ټپي کېدو په تور د پنجشنبې په ورځ اعدام شو.

ایران د دوشنبې په ورځ یو بل معترض مجید رضا رهنورد د دوو امنیتي سرتیرو د وژلو په تور اعدام کړ.

پر دې اعدامونو د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او لوېدیځو هېوادونو پراخ غبرګونونه څرګند کړې دي.