چین له خپلو وګړو غوښتي چې له افغانستانه ووځي

Your browser doesn’t support HTML5

د چین حکومت له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژه له افغانستانه ووځي. د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بین نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت ته په پام ټول چینايي وګړي او موسسې دې سمدستي له افغانستانه ووځي. په کابل کې پرون د چینایانو پر یو مېلمستون وسله وال برید وشو.