وانګ وین بین: د چین وګړي دې ژر له افغانستانه ووځي

د چین ملي بیرغ

د چین حکومت له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژه له افغانستانه ووځي.

د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بین نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت ته په پام ټول چینايي وګړي او موسسې دې سمدستي له افغانستانه ووځي.

دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې په کابل کې پرون د چینایانو پر یو مېلمستون وسله وال برید وشو. په دې برید کې چې پړه یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې ومنله د ښاغلي وین بین په وینا ۵ چینايي وګړي ټپیان شوي.

ویاند د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د دې برید په اړه هراړخیز او بشپړ تحقیقات وکړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.

د کابل ایمرجنسي روغتون پرون وویل په دې برید کې درې کسان وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي و، چې په پرونۍ حمله کې درې بریدکوونکي وژل شوي او درې بهرني وګړي ټپیان دي.