د اوکراين په ختيځ کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې

د روسيې او اوکراين جګړه

په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین په بېلابېلو استقامتونو کې پوځي عملیات پراخ کړي، اوکرایني ځواکونو د دې هېواد په ختیځ کې له روسي پوځیانو سره د لاس ګرېوان جګړه کړې ده.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو ستردرستیز نن په یوه بیان کې وویل، روسانو په ختیځ کې په لیمان، بخموت، اودیوکا او زاپوروژیا ښارونو او همداراز په مرکزي سیمو کې هم پر پوځي او هم پر ملکي تاسیساتو ړندې بمبارۍ کړي.

ملګروملتونو ویلي چې له فبروري میاشتې راهیسې پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له پیله لږ تر لږه ۶۷۵۵ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۶۰۰ زیات ملکیان ټپیان شوي دي.