کابل کې د چين سفير له طالبانو د دغه هېواد د سفارت د امنيت غوښتنه کړې

د چين بيرغ، انځور - ارشيف

په کابل کې د چین سفیر (وانګ یو) د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د چین د سفارت امنیت ته پام زیات کړي.

وانګ یو دا غوښتنه پرون (یکشنبه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر شېرمحمدعباس ستانکزي سره په کتنه کې وکړه.

په وروستیو ورځو کې په کابل کې د پاکستان پر سفارت په ډزو د پاکستان د شارژدافېر یو ساتونکی ټپي شو خو سفیر روغ ووت.

تر دې وړاندې په کابل کې د روسیې د سفارت مخته په چاودنه کې دوه روسي ډیپلوماتان وژل شوي وو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، ستانکزي د چین سفیر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ هیواد پر ضد کار نه اخیستل کېږي.