شهباز شريف د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ له نښتې وروسته غبرګون ښودلی

شهباز شريف

د پاکستان صدراعظم د سپین بولدک چمن په دروازه کې د پرونۍ نښتې په اړه په غبرګون کې ویلي، د طالبانو د سرحدي ځواکونو له‌خوا بې دلیله ډزې چې په چمن کې یې څو تنه وژلي، د خواشینۍ او د سختې غندنې وړ دي.

شهباز شریف نن پر ټویټر ولیکل د طالبانو حکومت باید ډاډ ورکړي چې په راتلونکي کې دا ډول پېښې نه تکرارېږي.

د ازادي راډیو مشال څانګې په چمن کې د پاکستاني چارواکو له قوله چې نومونه یې نه‌دي اخیستي خبر ورکړی چې په پرونۍ جګړه کې د چمن لوري ته اته تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید ازادي راډیو ته وویل، د پاکستاني پوځیانو په ډزو په سپین بولدک کې د طالبانو یو سرتېری وژل شوی او د درېیو ملکي وګړو په ګډون لس نور ټپیان دي.

پاکستاني چارواکو مشال راډیو ته ویلي، نښته هغه مهال پیل شوه چې یو شمېر قاچاقبرانو دروازې ته نژدې د اغزن سیم د پرې کولو هڅه کوله.

پرون د نښتې له پیل سره سم دا دروازه د لنډ وخت لپاره بنده شوه خو اوس پلي مسافر تګ راتګ پرې کوي.