د عامې روغتيا ولايتي چارواکي: زابل کې د کرونا پېښې ډېرې شوي

انځور - ارشيف

په زابل کې د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د کرونا پېښې یو وار بیا ډېرې شوې دي.

په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې، په وروستیو درو میاشتو د ۷۰۰ تنو کرونا تشخیص شوې او څلور تنه ورڅخه مړه شوي دي.

نوموړي وويل: "په وروستیو درو میاشتو کې د کورنا پېښو شدت موندلی، ۷۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، د ۵۰۰ تنو درملنه په روغتون کې شوې او څلور تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي."

ده په عین حال کې وویل چې په زابل کې د کرونا د ناروغانو لپاره یوازینی روغتون، د تمویلوونکې موسسې د فعالیت د درېدو له کبله تړل شوی دی.