اوکرايني چارواکو په 'ميليتوپول' ښار کې د ګڼ شمېر روسي پوځيانو د وژلو ادعا کړې

اوکرايني پوځيان

اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې په جَنوبي ښار میلیتوپول کې یې ګڼ روسي پوځيان وژلي دي.

دا ښار د روسي ځواکونو له‌خوا اشغال شوی دی.

د میلیتوپول په ښار کې یو نیم لک کسان اوسیږي چې، وړمه شپه څو سیمې په توغندیو لګېدلي او د اور لمبې تر سهاره پورې روانې وې.

په سیمه کې د روسي ځواکونو په شمول خلکو ته د درنې مرګ‌ژوبلې د رسېدو ادعا شوې ده.

د میلیتوپول ښاروال ایوان فدوروف ادعا کړې چې د ښار په څنډه کې یو لوی کمپلکس هدف ګرځېدلی او لسګونه روسي عسکر په‌کې مړه او ټپيان شوي.

د روسیې له‌خوا ګمارل شویو چارواکو بیا ویلي یوازې دوه کسان مړه او لس نور په توغندیزو بریدونو کې ټپیان شوي.