کابل ته د نغدو پیسو استولو د مالي روڼتیا برخه کې اندېښنې رامنځته کړي

ارشیف: افغانستان بانک ته د رسېدو نغدي مرستو کڅوړې

اې بي سي:

د استرالیا اې بي سي خپرونې افغانستان ته د نغدو پیسو د انتقال په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي، پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه ښکاروي چې میلیونونو ډالر نغدي پیسې د کابل هوایي ډګر په ترمینل کې په شنو کڅوړو کې تېرېږي.

په مقاله کې راغلي چې يو عکس د سل ډالري نوټونو دی چې په پلاستیکي کڅوړو کې تړل شوي او په وروستیو اونیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک پر ټويټر پاڼه خپور کړی دی.

د افغانستان بانک په دې ټويټ کې ویلي چې د نومبر په ۲۹، د ډسمبر په پنځمه او د ډسمبر په شپږمه یې د بشري مرستو لپاره د ۴۰ میلیونو امریکايي ډالرو درې د نغدو پیسو جلا بستې ترلاسه کړي او ټولې یوه سوداګریز بانک ته انتقال شوې دي.

په مقاله کې راغلي چې دغه بانک نه ده روښانه کړې چې دا نغدې پیسې له کوم ځایه راځي یا بشري مرستې څه مانا لري او دا د مقالې د لیکوال په وینا په افغانستان کې د مالي روڼتیا یا شفافیت په برخه کې اندېښنې راپورته کوي.

سایکلینګ:

سایکلینګ نیوز خپرونې د یوې افغان بایسکل چلوونکې په اړه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې رخسار حبیبزۍ د چیتا بایسکل ځغلولو کلب بنسټ ایښودونکې او د خپل هېواد د ښځو لپاره د بایسکل ځغلولو لومړي ټیم مشره ده.

سایکلینګ کې راغلي چې د ښځينه بایسکل ځغلونکو دا ټیم د جنسیتي ممنوعیت په مخنیوي کې د زړورتیا لپاره په ۲۰۱۶ کال کې د نوبل د سولې جایزې ته نوماند شوی وو.

په مقاله کې راغلي چې حبیبزۍ په غزني ولایت کې زېږېدلې او په کابل کې له یوه خصوصي طبي پوهنتونه د غاښونو د درملنې له پوهنځي فارغه شوې او وروسته له هغه چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، حبیبزۍ لکه ګڼ شمېر نور افغانان، هېواد پرېښودو ته اړه شوه.

دا اوس د امریکا په ورجینیا ایالت کې ژوند کوي.

په مقاله کې د حبیبزۍ له قوله راغلي چې په افغانستان کې، ښځو ته د نارینه وو د رضایت او هوساینې لپاره د یو شي په سترګه کتل کېږي او وروسته د حبیبزۍ له قوله راغلي چې ښځې د کوچنیانو پاللو، پخلي کولو او پاک کاري لپاره ګڼل کېږي او په نړۍ کې چې څه ناسم کارونه کېږي، ډېری وختونه یې ملامتي پر ښځو اچول کېږي او افغان ټولنه له ښځو د چوپتیا تمه لري.

رخسار حبیبزۍ سایکلینګ خپرونې ته ویلي، کلونه افغان ښځو د خپلو اساسي حقونو ترلاسه کولو لپاره د تعصب، ترهګرۍ او د فزیکي او روحي شکنجې پر وړاندې مبارزه وکړه.

دا د ښځو د حقونو ترلاسه کولو لپاره یوه سخته مبارزه وه چې د زده کړې، مسلک، واده او حجاب په اړه خپلې شخصي پرېکړې وکړي، خپل انتخاب وکړي، خو اوسمهال د دې په وینا، دا ټول له منځه وړل شوي دي.