د فوټبال نړیوال جام؛ مراکش او فرانسه په نیمه پایلوبه کې لوبېږي

د فرانسې او پولنډ د مخکېنۍ سیالۍ یو انځور

پرون د کوارټرفاینل په یوه په زړه پورې لوبه کې مراکش د پرتګال پياوړې لوبډلې ته ۱ـ۰ ماتې ورکړه.

که څه هم پرتګال په دې لوبه کې اویا سلنه برلاسې وه، خو د مراکش لپاره یوسف نصیري د لوبې په ۴۲ دقیقه کې ګول ترسره کړ.

د پرتګال مشهور ستوری کرسټیانو رونالډو چې د لوبې په لومړنیو شېبو کې نه و، خو د ګول له خوړلو وروسته د لوبې ډګر ته راغی او پرله پسې بریدونو یې هم کومه مثبته پایله ورنه کړه.

د مراکش ګول ساتونکی یو وار بیا د دې لوبې ستوری و.

مراکش نیمه پایلوبې ته ووت او پرتګال له دې نړیوال جام څخه بهر شو.

په دویم کوارټرفاینل کې بیا د فوټبال څارونکو له اټکل سره سم فرانسې ۲ـ۱ د انګلستان پیاوړې لوبډله له نړیوال جام رخصت کړه.

دغه دواړه هېوادونه چې له غوره کورنيو فوټبال لیګونو برخمنې دي سيالۍ یې په نړیواله کچه پرېمانه ليدونکي لري.

فرانسې د لوبې په ۱۷ دقیقه ګول وواهه، خو د انګلستان پیاوړي لوبغاړي هري کین بیا د لوبې په ۵۴ دقیقه کې لوبه ۱ـ۱ برابره کړه.

فرانسې په ۷۸ دقیقه کې دویم ګول هم ترسره کړ او بیا یې تر پایه د انګریزانو د بريدونو ښه دفاع وکړه او په دې سره یې د څلورمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړه.

مراکش او فرانسه به د ډسمبر میاشتې په څوارلسمه نېټه نیمه پایلوبه ترسره کوي.

باید وویل شي چې کرویشیا او ارجنټاین هم نیمه پایلوبې ته وتلي دي او د ډسمبر میاشتې په ۱۳ نيټه به پایلوبه لوبوي.

د فوټبال نړیوال جام سيالیو پایلوبه د ډسمبر په اتلسمه نېټه ترسره کېږي.