پولیټیکو د اوکراین ولسمشر په اروپا کې تر ټولو اغېزناک شخص انتخاب کړ

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د پولیټیکو په نوم امریکايي رسنۍ د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په اروپا کې تر ټولو اغېزناک شخص انتخاب کړ.

زیلینسکي له کییف څخه په یوه ویډیويي پیغام کې په اروپا کې تر ټولو د اغېزناک شخص کلنیو مراسمو ته ویلي: "زه په دې باور یم چې اوکراینیان به راروان کال هم اغېزناک خلک وي، خو د سولې په وخت کې. د ټولو مننه چې زموږ ملاتړ کوي."

پولیټیکو د امریکا یوه سیاسي خپرونه او د جرمني اړوند ده، چې له ویرجنیا ایالت خپرونې کوي.