هارون باچا: موږ د قمرګلې له سندرو الهام اخیستی دی

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتو ژبې نومیالی سندرغاړی هارون باچا وايي، د پښتو د اوسني نسل زیاترو سندرغاړو د قمرګلې له سندرو الهام اخیستی دی. د ده په وینا د قمرګلې سندرې به کله هم زړې او له خلکو هېرې نه شي. قمر ګله چې يوه نوموتې افغان سندرغاړې وه، تېره ورځ په کاناډا کې د اويا کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.