د نوي میلادي کال رانږدې کېدل؛ د کرسمس د ونو د پېر او پلور تود کاروبار پیلېږي

د یوه کلتوري او مذهبي دود په توګه په اروپا، امریکا او د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې میلیونونه کسان د کرسمس په دُرشل کې د خپلو کورونو لپاره وړې ونې اخلي او ډیزانوي یې.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میلیونونه کسان د نوي میلادي کال په دُرشل کې د کرسمس ونې اخلي.

د یوه کلتوري او مذهبي دود په توګه په اروپا، امریکا او د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې میلیونونه کسان د کرسمس په دُرشل کې د خپلو کورونو لپاره وړې ونې اخلي او ډیزانوي یې.

لومړی د بالتیک سمندرګي په غاړه پرتو هېوادونو لکه ایستونیا او لاتویا د کرسمس د ونو د لګولو او کارولو دود پيل کړ وروسته بیا په نورو اروپايي هېوادونو کې هم خلک د دې ونو د اخیستلو او ډیزاین لېواله شول.

د کرسمس ونې اروپایان او نور خلک د حضرت عیسی د میلاد د نمانځنې په درشل کې چې د ډسمبر په ۲۵مه وي اخلي.

د کرسمس ونې اکثر د کاج یا ناجو دي چې د همدې مناسبت لپاره په قوریو کې کېنول کېږي او د کرسمس په درشل کې پرې، منظمې او بیا پلور ته وړاندې کېږي.

قیمتونه یې هم په بېلابېلو هېوادونو کې توپير لري، خو په اوسط ډول شاوخوا شل ډالره باندې وي.

ځینې پلاستیکې یا ورته شکل لرونکې ونې هم وي او خلک دا ونې په بېلابېلو څراغونو او زرکداره شملو او چرمو ډیزانوي.

د کورنۍ غړي د یو بل لپاره ډالۍ هم په زرکي باکسونو کې ږدي او د کرسمس په ورځو کې یې سره په ګډه خلاصوي.

د ګڼو خلکو دا سمسورې ونې او طبیعي بوی خوښ وي.

جېم ون له خپلې مېرمنې مګي سره د امریکا په نیوجرسي کې د کرسمس د ونو یوې لویې قوريې ته ورغلی او څو ونې یې اخیستي.

هغه وايي چې کور دننه د یوې تازه ونې خوشبويي به سړی هېڅ ځای حس نه کړي.

خو روغتیاپالانو د اکثرو نورو تزییني او مصرفي توکو په توګه د کرسمس د ونو ځینې ضرورونه هم په ګوته کړي.

له دې ډلې دا چې د کرسمس ونې د نورو ونو په څېر ګردونه هم لري او که کور ته وړلو مخکې پاکې نه شي ښايي کرار کرار په کوټو کې دننه ګردونه د خلکو لپاره ځینې تنفسي ناروغۍ پيدا کړي.

دا خبرداری هم ورکړل شوی که تر یوې اوونۍ زیات دا ونې کېښودل شي ښايي د مولډ یا کپک د تولید لامل شي چې بیا به لوی سرخوږی جوړ کړي.