د افغانستان د نامتو سندرغاړې مېرمن 'قمرګل' مړینه لویه ضایع وبلل شوه

مېرمن قمرګل د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي.

د افغانستان مشهوره پښتنه سندرغاړې قمرګله د ډسمبر په ۹مه د کاناډا په ټورنټو ښار کې مړه شوه.

د هغې زوی ایمل زاخېل ازادي راډیو ته وویل چې مور یې د سرطان ناروغي درلوده او په وروستیو کې یې روغتیايي حالت ښه نه و.

مېرمن قمرګل د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي.

خاطر پردېس په دې راپور کې د هغې ژوند ته کتنه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د قمرګل راپور