سپینه ماڼۍ: روسیې ایران سره د پرمختللو وسلو مرسته کړې

ارشیف

سپینې ماڼۍ پر روسیې تور لګولی چې ایران ته یې د هوایي مدافعې د سیسټمونو، هلیکپوپټرو او د جنګي جت الوتکو په ګډون د پرمختللو وسلو مرسته ورکړې ده.

دا د روسیې او ایران ترمنځ د پراخېدونکې همکارۍ یوه برخه ده چې په ترڅ کې یې تهران مسکو ته د اوکراین د جګړې لپاره ډرونونه ورکوي.

روسیې د اوکراین پرښارونو په هوایي حملو کې له دغو ډرونونو کار اخیستی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي بېګا په یوه خبري غونډه کې د امریکا د استخباراتو ارزونې ته اشاره وکړه چې وایي په بېساري کچه پوځي او تخنیکي همکارۍ د دواړو هېوادونو اړیکې پر بشپړ پوځي شراکت بدلوي.