د فوټبال نړیوال جام؛ ارجنټاین او کرویشیا نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړه

د هالنډ او ارجنټاین د لوبې یو انځور

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیاليو د کوارټرفاینل په دوو لوبو کې کرویشیا برازیل ته ماتې ورکړه او ارجنټاین بیا هالنډ له نړیوال جام رخصت کړ.

د کرویشیا او برازیل لوبه تر پایه ۱ـ۱ مساوي مخ ته لاړه، چې په پینالټي شوټونو کې کرویشیا یو ځل بیا برلاسې شوه او دا ځل یې د ټورنمنټ تر ټولو مخکښه لوبډله برازیل ته ماتې ورکړه.

کرویشیا په پینالټي شوټونو کې څلور ګلونه ووهل او د برازیلي لوبغاړو یو مهم شوټ خطا لاړ او د کروشیا ګول کيپر یې یو شوټ له ګول څخه را وګرځاوه.

کرویشیا لومړۍ لوبډله شوه چې په قطر کې د ۲۰۲۲ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لار پيدا کوي.

د ورځې دویمه لوبه تېره شپه د شپې په یولس نیمو بجو د ارجنټاین او هالنډ ترمنځ وه، د مینوالو او فوټبال څارونکو د اټکل پر اساس ارجنټاین د لوبې په لومړۍ نیمايي کې ګول وواهه.

بیا د لوبې په ۷۳ یمه دقیقه کې د هالنډ لوبغاړو له لوري خطا ترسره شوه او ارجنټاین ته د پینالټي شوټ موقع وه چې لېونل میسي په ډېر مهارت سره دا ګول وواهه.

د لوبې دیارلس دقیقې پاتې وې، چې هالنډ په ۸۳ یمه دقیقه کې لومړی او په نویمه دقیقه کې دویم ګول ترسره کړ چې لوبه یې ۲-۲ مساوي کړه.

د دې لوبې د پایلې په پار هم پینالټي شوټونه ووهل شول چې د ارجنټاین ګول کيپر د هالنډیانو د لومړنیو دواړو شوټونو دفاع وکړه او په پنالټي شوټونو کې ارجنټاین ۴ او هالنډ درې ګولونه ترسره کړل.

په دې سره ارجنټاین د دویمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړه.

کرویشیا او ارجنټاین به د ډسمبر میاشتې په دیارلسمه نېټه نیمه پایلوبه کې سره مخ کېږي.

  1. د یادونې ده چې د کوارټرفاینل درېيمه لوبه به نن د کابل پر وخت د ماښام اوه نیمې بجې د مراکش او پرتګال ترمنځ او وروستۍ لوبه د شپې یولس نیمې بجې د انګلستان او فرانسې ترمنځ ترسره شي.