اوچا په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۲۵ میلیون افغانانو ته بشري مرستې رسولي

ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې شاوخوا ۲۵ میلیون افغانانو ته بشري مرستې رسولي دي.

اوچا پرون پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل چې د سږني کال په ترڅ کې یې د بشري مرستو د رسولو عملیات د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې ترسره کړي دي.

دې ادارې همداراز ویلي چې خیریه ټولنې له مرستندویو هېوادونو غواړي چې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې وخت ته پام سره برابرې کړي.

د ملګرو ملتونو ځینو اړوندو ادارو او د ماشومانو د ملاتړ ټولنې اټکل کړی چې په راروان ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې خوراکي موادو ته د اړو افغانانو شمېر ۲۸ میلیون ته لوړ شي.