د افغانستان مشهوره سندرغاړې قمرګل مړه شوه

د افغانستان نامتو سندرغاړې قمرګل

د افغانستان نامتو سندرغاړې قمرګل د ډسمبر په نهمه د جمعې په ورځ د کاناډا په ټورنټو کې مړه شوه.

د هغې کورنۍ وايي، مېرمن قمرګل ناروغۍ له امله د ټورنټو په یوه روغتون کې ساه ورکړې، خو دا یې نه دي ویلي چې ناروغي یې څه وه.

مېرمن قمرګل د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي.

قمرګله په کال ١٣٣٦ لمریز د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکې وه چې په ۷ کلنۍ کې یې په کلیوالي کچه سندرو ویلو ته مخه کړه.

د هغې لومړۍ سندره "په ما مینه سترګې دې سرې دي، نن دې ډېر ژړلي دي دینه" د راډیو افغانستان د څپو له لارې تر خلکو ورسېده او ګڼ مینه وال یې پیدا کړل.

هغې لا دېرش کاله پخوا په راډیو افغانستان کې له ٣٠٠٠ زیاتې سندرې ثبت کړې وې.

نوموړې د خپل هنري ژوند په دې اوږد سفر کې د محمد ظاهرشاه، سردار داود خان، ببرک کارمل او ډاکتر نجیب الله د حکومتونو پر مهال د سندرو ویلو له امله بېلابېل مډالونه ترلاسه کړي دي.

دغه شان یې وروستۍ لاسته راوړنه د افغانستان د بلبلې لقب د پخواني افغان ولسمشر ولسمشر حامد کرزي له خوا ورته ورکړل شوى دى.

هغې د افغانستان د کال د سندرغاړې لقب هم خپل کړی.

مېرمن قمرګل په افغانستان کې د کورنیو جګړو له امله لومړی پاکستان او وروسته له هغه ځایه کاناډا ته کډواله شوې وه.

قمرګل له استاد محمدین زاخېل سره واده کړی چې د ګډ ژوند ثمره یې درې لوڼې او درې زامن دي.

زاخېل هم د افغانستان له نامتو سندرغاړو و چې څو کاله مخکې مړ شوی دی.

د قمرګل زوی ایمل زاخېل هم یو ځوان سندرغاړی دی چې په کاناډا کې فعالیتونه لري او د خپل مور او پلار لاره تعقیبوي.