ملګري ملتونه: پرافغان ښځو لګول شوي محدودیتونه بیساري دي

Your browser doesn’t support HTML5

د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکرترک وایي، د طالبانو ترواکمنۍ لاندې افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول کنج ته شوي دي. ترک دغه څرګندونې نن په جینوا کې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وکړې او ویې ویل، د ژوند له ټولو اړخونو څخه په دوامداره توګه د ښځو او نجونو ګوښه کول په دې نړۍ کې بې ساري دي. ترک دغه راز د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره نړیوال شپاړس ورځني کمپاین ته چې شنبې د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره هم مهاله پای ته رسیږي، په اشاره نن په یوه ټویټ کې ویلي چې موږ باید د حقوقو ضد او د جنسیت ضد ویناوو په وړاندې په ګډه ودریږو. نوموړی وایي، په ټولیزه توګه جنسیتي مساواتو ته باید پام وشي او زیاته یې کړه چې د ښځو حقونه بشري حقونه دي.