ملګري ملتونه د ایرلنډ او امریکا وړاندیز شوې مسودې په اړه پرېکړه کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غوندې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن د هغه پرېکړه لیک مسودې ته رایه ورکړي چې بشري هڅو ته د ملګرو ملتونو له بندیزونو څخه بشپړ معافیت ورکوي.

د دغه پرېکړه لیک مسوده چې د ایرلنډ او د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا وړاندیز شوې، هغو اندېښنو ته ځواب وايي چې د بشري حقونو ډلو د دوی پر کارونو د دغو بندیزونو د اغېزو په اړه راپورته کړي دي.

که دغه پرېکړه لیک تصویب شي، د ملګرو ملتونو ادارې، نړیوال سازمانونه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې تر څارنې لاندې د بشرپالنې ډلې لکه نړیوال سور صلیب او نورې مرستندویه ډلې چې له ملګرو ملتونو سره کار کوي، ورڅخه ګټه پورته کړي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مرستیاله امانډا کاټنزانو وایي، په نړیواله سطحه د ریکارډ تر کچې اړتیاوو ته پام دا ډېره مهمه ده چې ټولنو ته د مرستو رسولو د هڅو پر وړاندې ټول خنډونه لرې شي.

نوموړې د افغانستان وضعیت ته په اشاره وویل چې تېرکال په افغانستان کې د قدرت بدلون دا فوري اړتیا په ډاګه کوي چې په دې برخه کې باید شفافیت رامنځته شي.

هغې زیاته کړه: "موږ نه شو کولای چې د سبا د بحرانونو وړاندوینه وکړو، خو کولای شو چې نن په دې برخه کې یو نړیوال وضاحت رامنځته کړو."

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو په وینا د افغانستان نږدې نیمایي وګړي د خوړو په برخه کې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.