ټېسټ کرکټ؛ د پاکستان او اسټرالیا په لوبغالو کې لوبې پیل شوي

د پاکستان او انګلستان ترمنځ د مخکېنۍ لوبې یو انځور چې د انګلستان لوبغاړی توپ وهنه او د پاکستان لوبغاړی وېکېټ ساتنه کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په سوپرلیګ سياليو کې د اسټرالیا او ویسټ انډیز ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه پرون پنجشنبه پيل شوې ده.

د لوبې په لومړۍ ورځ اسټرالیا د لومړۍ پاڼۍ په توپ وهنه کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل، د مارنوس لبیشاین او ټريویس هېډ د ۱۶۳ او۱۷۵ منډو پر مټ یې ۵۱۱ منډې جوړې کړې.

دوی خپله پاڼۍ نوره ونه غځوله او ویسټ انډیز ته یې د لوبې په دویمه ورځ د توپ وهنې بلنه ورکړې ده چې دوام لري.

بل لور ته د پاکستان په ملتان ښار کې د کوربه او انګلستان ترمنځ هم دویمه ټېسټ لوبه پيل شوې ده.

انګلستان یو ځل بیا توپ وهنه پيل کړې ده، خو دا ځل ویشتنځای/پيچ تر لومړۍ لوبې مختلفه بڼه لري.

پاکستان په خپله لوبډله کې د چټکو توپ اچونکو حارث روف او نسیم شاه ځای ورو/سپينرانو ابرار احمد او محمد نواز ته ورکړی دی او د مخکښ ټیسټ توپ وهونکي اظهرعلي پر ځای یې الراونډر فهیم اشرف راوستی دی.

د انګلستان په لوبډله کې بیا لېیم لېونګسټن د ټپونو له امله نه شته او هغه بېرته انګلستان ته ستون شوی دی چې پر ځای یې چټک توپ اچونکی مارک ووډ اخستل شوی.

انګلستان تر دې دمه تر ۲۰۰ زیاتې منډې کړي دي او ۶ ويکټې یې له لاسه ورکړي.

دغه ټولې ۶ ويکټې ابرار احمد اخستي دي.

دا د ابرار لومړنۍ ټیسټ لوبه ده او د يوه پاکستاني په توګه نوموړی دیارلسم توپ اچونکی دی چې د خپلې لومړۍ ټیسټ لوبې په اوله پاڼۍ کې پينځه ويکټې اخلي.

د یادونې ده چې پاکستان خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه په راولپينډۍ ښار کې انګلستان ته بایللې وه او اسټرالیا بیا په پرت کې ویسټ انډیز ته په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.