سیف د چلډرن: زموږ روغتیايي ټیمونو سره د خوارځواکو ماشومانو شمېر زیات شوی

ارشیف: په هرات کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

سیف د چلډرن یا د ماشومانو د ملاتړ موسسه وايي، چې افغانستان کې د تېر کال پرتله د دوی په ګرځنده روغتیايي ټیمونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

د سېف د چلډرن ویاند عاشق اله مندوزي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د ماشومانو وضعیت به په راروان ژمي کې د اندېښنې وړ وي.

د ښاغلي مندوزي په وینا د دوي " په ګرځنده روغتیایي ټیمونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی دی. په وروستیو کې د خوارځواکۍ د درملنې د خدماتو غوښتنه په داسې حال کې ډېره شوې، چې کورنۍ به په افغانستان کې د لوږې له سخت بحران سره مقابله کوي."

د ماشومانو د ملاتړ موسسې د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر څلورو میلیونو ته رسېږي.


ددې خبر معلومات تازه شوي دي.