پاکستان د امریکا د متحدو ایالتونو پر وروستي فهرست نیوکه وکړه

د اسلام اباد یوه څنډه

پاکستان د امریکا د متحدو ایالتونو پر وروستي فهرست نیوکه وکړه، چې تېره اوونۍ یې دغه هېواد، د مذهبي ازادیو په فهرست کې د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په کتار کې راوستلی دی.

امریکا تېره اوونۍ د پاکستان تر څنګ چین، روسیه، ایران، سعودي عربستان او شمالي کوریا د یوولسو هغو هېوادونو په کتار کې راوستلی، چې یا یې له مذهبي ازادیو سرغړونه کړې، یا یې سترګې ورباندې پټې کړي دي.

دغه اعلان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن کړی و، چې په باب یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون عکس العمل وښود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه راپور له عیني واقعیتونو سره سر نه خوري.

د دغه وزارت یوه ویاند د هند یادونه وکړه چې اسلام اباد یې خپل سرسخت رقیب بولي او زیاته یې کړه چې په هند کې د اقلیتونو له مذهبي ازادیو سختې سرغړونې روانې دي، خو بیا هم په دې فهرست کې نه دی راوستل شوی.