د فوټبال نړیوال جام سياليو په لړ کې سبا د اتو غوره لوبډلو پړاو پيليږي

قطر کې د فوټبال نړيوال جام سيالۍ

په سبانۍ ورځ هم دوه لوبې ترسره کېږي چې لومړۍ لوبه د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې او دویمه به د شپې په یولس نیمو بجو پيل شي.

لومړۍ لوبه به د کروویشیا او برازیل ترمنځ او دویمه لوبه به د هالنډ او ارجنټاین ترمنځ وي.

تر دې دمه د نړیوال جام له سيالیو اتلس ورځې تېرې شوي دي او په ترڅ کې یې ټول ټال ۵۶ سیالۍ شوي دي.

د اتو غوره لوبډلو په دویمه ورځ به مراکش د پرتګال پر وړاندې او انګلستان د فرانسې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د یادونې ده چې تر دې وروسته به څلور لوبډلې د نیمه پایلوبې مرحلې ته لار پيدا کوي.