د بښنې نړيوال سازمان: د قصاص حکم عملي کېدل انساني کرامت ته سپکاوی دی

انځور - ارشيف

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې په عام محضر کې د قصاص حکم پرون چهارشنبه په فراه ولایت کې اجرا شو، چې عکس العملونه ورباندې ښوول شوي دي.

د بښنې په نړیوال سازمان کې د اسیا د برخې مرستیالې، دینو-شیکا دیسانایاکي وايي، د اعدام هر ډول حکم د ژوند له حق څخه سرغړونه ده او په عام محضر کې یې اجرا کول انساني کرامت ته لوی سپکاوی دی.

په دغه سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکي ذبیح سلطاني هم تېره شپه ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دا مهال په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو لپاره هيڅ حساب کتاب نه‌شته.

"په عام محضر کې د اعدام حکم، د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو پراخه سرغړونه ده.

نوموړي وويل: "په عام محضر کې د اعدام حکم، د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو پراخه سرغړونه ده. له کله چې طالبانو په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړی، د دوی له خوا د پراخو سرغړونو شاهدان یو او له بده مرغه د بشري حقونو د دغه ډول سرغړونو لپاره هيڅ ډول حساب کتاب نه شته."

د بښنې نړیوال سازمان پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په فراه ولایت کې د تاجمیر په نوم سړي باندې د قصاص د عملي کېدو پر مهال د طالبانو ځیني چارواکي هم حاضر وو، لکه د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست او د عدلیې وزارت سرپرست.

د بښنې نړيوال سازمان لوګو

د بښنې نړیوال سازمان تر څنګ فرانسې ویلي، چې د طالبانو دغه وحشتناک اقدام د افغانستان د خلکو له بشري حقونو تر سرغړونو وروسته کېږي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تر هر ډول شرایطو لاندې د اعدام د هر ډول حکم د عملي کېدو مخالفت کوي او د ختمېدو غوښتنه یې کوي.

ډېر دقت وروسته د مقتول د پلار له‌خوا د کلاشینکوف په درېیو مرمیو ووژل شو."

د طالبانو حکومت ویلي، هغه کس چې پرون په فراه کې په عام محضر کې قصاص شو، د قتل تور ورباندې و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه صوتي پیغام کې ازادۍ راډیو ته ویلي، تورن کس، چې اصلا د هرات و، پنځه کاله مخکې د فراه یو اوسېدونکی وژلی و.

ښاغلي مجاهد ويلي: "یو تن چې قاتل و، د درې ګونو محکمو تر حکم او تر ډېر دقت وروسته د مقتول د پلار له‌خوا د کلاشینکوف په درېیو مرمیو ووژل شو."

طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱ پورې د سنګسار او قصاص په څېر حکمونه په عام محضر کې اجرا کول.

انځور - ارشيف

د فراه یوه اوسېدونکي د نوم نه ښوولو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، د قصاص له دې پېښې وروسته وحشت ځپلی دی.

نوموړي وويل: "دې پېښې زموږ پر روح او روان منفي تاثیر کړی دی. په اوسني عصر کې په هيڅ هېواد کې نه وینو، چې په فجیع ډول انسانان قصاص شي."

تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو یو شرط د بشري حقونو رعایت ښوولی دی.

په دې اړه نور: قصاص تر کومو شرايطو لاندې عملي کېږي؟

د طالبانو سترې محکمې په څو ولایتونو کې په متروکو یا دُرو د خلکو د وهلو سزاګانې هم عملي کړي، چې ډېر عکس العملونه یې پارولي وو.

د طالبانو د مخکنۍ واکمنۍ تر سقوط وروسته په افغانستان کې په عام محضر کې د اعدام سزا منع شوه، خو تېر حکومت چې لوېدیځ یې ملاتړ کاوه بیا هم ځینې اعدامونه کول.

طالبانو په وروستیو کلونو کې ویل چې تغیر یې کړی، خو د فعالانو او څارونکو په وینا د طالبانو د لومړۍ دورې سخت محدودیتونه ورو- ورو په عملي کېدو دي.